Ajmal attak poetry

قومي ترانه
پېښور کې دې اردو ژبه قومي وي
په کابل کې دې پاړسي ژبه رسمي وي
پښتانه دې شمله ور غرونو کې ګرځي
د مغلو دې په ارګ کې پاچاهي وي
حاکميت دې د سقاو د زوی تصوير کا
کندهار کې دې کلداره کرانسي وي
شاعران دې د سرو شونډو نه ځاريږي
ننګرهار کې دې ژوندۍ ډيموکراسي وي
اصفهان نه دې دستور د ورځې اخلي
په هرات کې دې قانون ټول اخوندي وي
ورور دې ورور پسې لښکرې را اوباسي
په پکتيا کې دې تل قام او قامبازي وي
د اټک او د واخان دې الله مل شي
چې مزار کې موږ نه خپل وروڼه پردي وي
اټک يوسفزی

Comments