د خوشحالی په تمه مه پاتي کیږئ

ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي، چې څه وخت به یې خوشالۍ کورته کډه راوړي له ځان سره وایي:« که شتمن وای نو خوشاله ژوند به مې درلود» یا « که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای» او یا هم…، تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي؟ او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟ خوښ اوسېدل ډیر ساده او اسانه رازونه لري، د خوښ اوسیدلو لپاره دغه ۱۰ عادتونه خپل کړئ!
خپل ځان له کینې پاک کړئ:
د خوښ اوسېدلو یوه راز بښنه ده. کله له چا سره کینه کوي، په اصل کې تاسو په خپل وجود کې منفي احساساتو ته لکه: غوسې ته روزنه ورکوئ. هڅه وکړئ زړه مو له کینې څخه پاک کړئ « مهرباني» کولای شي د هغې بد مرغه شي(کینې) ځای ونیسي. چې په پایله کې دا کړنه ستاسو د خوشالۍ لامل کرځي.
ستونزې مو د ځان قوي کولو د ننګولو په ډول وکاروئ:
د ستونزو پیدا کېدو په صورت کې خپله توامندي له لاسه مه ورکوئ، کوښښ وکړئ ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې و انګرئ، چې ستونزې مو باید د پیاوړتیا سبب ګرځي، د ستونزې په نوم مو په ذهن کې کوم نامه ته ځای مه ورکوئ.
لوړې هیلې ولرئ:
کله چې لوی فکر کوي او لوړې هیلې لرئ ډاډه اوسئ، چې ضرور به خپلو موخو ته رسېږئ، د وړو فکرونو پر ځای لوی هغه وکړې تر څومو ذهن پراخ شي او په اسانۍ سره وکولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ.
په وړو شیانو فکر مه کوئ:
که په وړو او بې ارزښته شیانو مو ځان مصروف کړ انرژي به مو بې ځایه لګولې وي، نو اړینه ده، چې پوه شئ د دې پر ځای، چې پر کوچینو مسایلو ځان بوخت کړئ پر لویو، لوړو او ارزښت لرونکو شیانو فکر وکړئ، خوښ انسانان په دې ښه پوهیږي، چې څنګه له ستونزو څخه ځان وباسي او له ځانه یې لري کړي.
د نورو په اړه ښې خبرې وکړئ:
کېدای شي له ځینو کسانو سره دغه فکر وي ، چې په کار ځای کې یې ور بند کړي او د اوړي په ګرمو ورځو کې یخ کولر روښانه کړي، پر یوه او بل همکار پسې منفي خبرې وکړي، خو ښه ده، چې پوه شي په غایبو کسانو پسې خبرې کول داسي مانا لري لکه په منفي فکرونو باندې حمام کول! بې ځایه او بې منطقه خبرې کول د انسان وجود داسې پوښي چې مثبتې هغه بیا نه شي کولای ستاسو ذهن ته د ورتلو اجازه پیدا کړي، د غیبت پر ځای کولای شو ذهن مو له مثبتو خبرو او هیلو ډک کړو، کوښښ وکړئ کله مو، چې د یو چا په اړه خبرې کولې مثبتې ځانګړنې یې یادې کړئ نه منفي!
د خپلې ماتې لپاره بهانه مه جوړئ:
دا اسانه خبره ده، چې د خپلو ماتو پړه پر بل چا واچوئ، پیاوړي او خوښ کسان تل خپلې ماتې مني او که یې بل څوک هم د ماتې سبب ګرځېدلي وي په اسانۍ یې له دې ګناه ترېږي او بښنه ورته کوي، دوی تل خپله ماتې د راتلونکې بریا پیلامه بولي.
په اوس کې ژوند وکړئ
ځان ته مو اجازه مه ورکوئ، چې په اوسني وخت کې غرق شئ، همدا اوس، چې چېرته یاست د ژوند له هرې لحظې خوند واخلئ، د تېروخت منفي خبرې مو له ذهنه وباسئ، که تېر په اړه فکر وکړئ اوسني وخت مو هم په هماغسې څه کې تېرشي، او له لاسه به موورکړی وي.
خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ:
ژوند مو یوازې پر تاسو پورې تړی، خپل ځان مو د شا او خوا کسانو سره مه پرتله کوئ، حتا کوښښ وکړئ، چې له خپلو همزولو سره هم ځان پرتله نه کړئ، ځکه کېدای شي دغه کار د دې سبب شي، چې ځان درته بې ارزښته ښکاره شي. تل په دې اړه فکر وکړئ، چې د تېر کال، تېرې میاشتې او تېرې ورځې په پرتله مو څه زیات لاسته رواړي، که مو کم څه هم لاسته رواړي وي، د راتلونکې لپاره مو هیله من کوي.
مثبت او بریالي کسان مو د ملګرو په توګه وټاکئ:
دغه خبره سمه ده، چې وایي: « بدبختي په بدبختۍ پسې ده»، چې داسې ده نو له بریالیو او مثبت فکره کسانو سره ملګري وکړئ او د ملګرتیا لپاره یې غوره کړئ، خپله شا او خوا مو له مثبت اندیشه کسانو څخه ډګه کړئ تر څو په مثبتې انرژئ باندې و پوښل شي.
پوه شئ چې د نورو د تائید لپاره اړتیا نه لرئ:
خپلې هیلې او ارزوګانو مو د بل چا له تائید او خوښې پرته پر مخ بوزئ او ځان ورته ورسوئ. ډیری کسان عادت لري، چې خپلې خوښئ او هیلې په زړه کې وساتي او هېڅ کله یې هم په خوله نه راوړئ، که تاسې هم له یوه داسې کس سره مخ شی او خبرې یې قبولې کړئ پوه شئ، چې ځان مو تباه کړی. دا ښه خبره ده، چې تل د نورو خبرو ته غوږ کېږدی، خبرې یې واورئ، خو په عملي کولو کې یې له پوره دقت څخه کار واخلئ، تر ډیره مو خپله خوښه پکې شریکه کړئ او بیا پرېکړه وکړئ.
www.likwal.com

Comments