لنډه کېسه

پاچا او دری وزیران

یوه ورځ پاچا خپل درې وزیران را وبلل او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې یو عجیب کار تر سره کړي، له هر وزیر څخه یې وغوښتل تر څو له ځان سره یوه کڅوړه واخلي او د ماڼۍ بڼ ( باغ ) ته لاړ شي او دا کڅوړې له ښکلو او تازه مېوو څخه ډکې او پاچا ته یې راوړي او دغه راز له هغوی څخه یې وغوښتل، چې په دې کار کې له هیچا څخه مرسته ونه غواړي او بل چاته یې هم ونه سپاري .

وزیران د پاچا دې عجیب امر حیران کړل، هره یوه وزیر ځانته یوه کڅوړه را واخیسته او د بڼ په لوري وخوځېدل .

لومړي وزیر چې موخه یې د پاچا خوشالي وه، غوره او باکیفیته مېوې یې را ټولې او خپله کڅوړه یې ترې ډکه کړه، مګر دویم وزیر له ځان سره فکر وکړ او وې ویل، چې پاچا دا مېوې د ځان له پاره نه غواړي او نه هم دې مېوو ته کومه اړتیا لري او دغه راز هېڅکله به د کڅوړې منځ ونه ګوري، ښې او خرابې مېوې یې سره نه جلا کولې، تر دې چې کڅوړه یې ډکه کړه . درېیم وزیر په دې باور وو، چې پاچا به هېڅکله کڅوړې ته ارزښت ورنه کړي، نو کڅوړه یې د ونو له پاڼو او وښو څخه ډکه کړه .

بله ورځ پاچا امر وکړ، چې وزیران سره له خپلو کڅوړو را ولئ، کله چې وزیران، پاچا ته راغلل، نو پاچاه خپلو سر تېرو ته امر وکړ، چې هر وزیر په جلا ډول له خپلې کڅوړې سره په یوه لرې زندان کې زنداني کړئ، چې هېڅوک پرې خبر نه شي او هېڅ خواړه او اوبه هم ور ونه رسېږي .

لومړي وزیر له خپلو ښو مېوو څخه، چې را ټولې کړې یې وې خوړلې، تر دې چې درې میاشتې پوره شوې، مګر دویم وزیر دا درې میاشتې له خپلو یوه اندازه تازه مېوو سره، چې را ټولې کړې یې وې په سختۍ او لوږې تېرې کړې او درېیم وزیر، مخکې تردې، چې یوه میاشت پای ته ورسېږي د لوږې امله مړ شو .

اوس نو باید له ځان څخه پوښتنه وکړو، چې له کومې ډلې څخه یو ؟ ځکه چې موږ اوس د دنیا په بڼ کې آزاد یو، تر څو نېک او بد عملونه را ټول کړو، مګر بله ورځ، چې دملک الموت امر کېږي، تر څو موږ په خپل تیاره قبر کې زنداني کړي، نو هغه ښکلې او تازه مېوې، ( نېک عملونه ) چې د د نیا له بڼ څخه مو را ټولې کړې دي زموږ د ژغورنې لامل کېږي .

باید ځیرک و اوسو او له ځان سره فکر وکړو، چې بله ورځ په خپل زندان ( قبر ) کې به له کوم برخه لیک سره مخامخ کېږو .
ژباړن:عطا محمد میاخیل

Comments