Goal هدف

ژوند د بېلا بېلو مسیرونو او مقصدونو مجموعه ده،مګر تر هغه وخته چې هدف معلوم نه وی،مسیر معنا نه لری ،ژوند د کمال په مسیر کې یو ښکلی او پر حاصله وخت دی،چې په هغو کې هدفونه،مقصدونه او ارمانونه نغښتي دي. نو په دی اساس هدف ژوند پنځوی،هدف ژوند ته انګېزه او شور وربښي،هدف زموږ شته والی ته ارزښت ورکوی که چیری نن بلند پروازه فکر وکړې سبا د ژوندانه اوچتې څوکې فتح کوی .
هدف د ژوندانه مسیر او مقصد روښانوي هدف تا په خوځښت راولی او هدف تا له خپلو پټو استعدادونو او تواناییو سره اشنا کوی.
په ژوند کې هدف درلودل له معمولي کسانو څخه فوق العاده کسان جوړوي او د هغو په زړه او روان کې د خلاقیت او مهم کېدلو انګېزې ویښوي.
ددې په مقابل کې بي هدفي یانې په خپلو ورځنیو معمولي چارو کې ورکېدل او هېڅ مهمې نتیجې ته نه رسیدل دی، کله چې موږ بې هدفه شو، نور په اسانۍ سره کولي شي ،چې موږ بېګار کړي او زموږ تر ټولو ارزښمن وخت راضایع کړي.
کله چې د خپل هدف په لټه راپاڅئ ،هغه شهامت او وړتیا چې ستا په وجود کې ویده دي،راویښېږي،او تا بشپړ چمتووالي ته رابولي،ددې چمتووالي پر اساس ته کولای شي چې یوه منظمه برنامه ریزي وکړې،سمه او منظمه برنامه ریزي موفقیت منځته راوړې.
هغه انسانان چې هدف لري،هغه خپله برنامه تعقیبوي او یوه لحظه هم ځنړ نه کوي.
زاهد هڅاند

Comments