Prophet Muhammad

که غواړې چې، له قرضونو او پرېشانۍ څخه خلاص شې؛ نو د رسول الله ﷺ پدې نصیحت عمل وکړه!

ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي:
-یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابي ولید، تپوس یې ترې وکړ: ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی، څنګه بې وخته په مسجد کې ناست یې؟
هغه ورته وویل:
د الله رسوله! څه غمونو او پریشانۍ او قرضونو راګېر کړی یم.
رسول الله ورته وویل:
آیا داسې کلمات او دعاء درته ونه ښایم چې، کله هغه وایې؛ نو الله به دې له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه وایي: ما ورته وویل: د الله رسوله! ولې نه. بیا ورته د الله رسول دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چې، سهار ماښام دا وایه:

-«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».

صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالی به زما پریشانۍ هم ختمې کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.

📚(صحيح الترغيب والترهيب: ۳/۵۵)

ګرانو ورونو او خویندو!
په خپلو کورونو کې مېرمنو، خویندو، میندو، او خپلو اولادونو ته دا دعا زده کړئ؛ ځکه چې ډيره د پريشانيو زمانه ده چې، الله تعالی مو مدد ګار شي.

يوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې دومره ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

یادونه:
که غواړۍ نور په زړه پورې اسلامي معلومات، اصلاحي لیکنې او ښایسته پند لرونکې کیسې ولولئ؛ نو (#قرآن_Quran) فسبوک پاڼه لایک (خوښه) کړئ.

Comments