الکترونیکي تذکرو لپاره د نوملیکنې اړین معلومات؛

الکترونیکي تذکرو لپاره د نوملیکنې اړین معلومات؛
په دې تذکره کې هره جوړه (مېرمن او خاوند - د بچیانو په ګډون) یوه کورنۍ حسابېږي. د تذکرې د ترلاسه کولو په موخه، ددوی لپآه یو مشترک فامیلي فورم چې په هغه کې د کورنۍ پلار، یا مور او یا بالغ مجرد زوی/لور د کورنۍ رییس په توګه ټاکل کېږي او دخپلې کورنۍ د غړو نومونه، عمر، آدرس وغیره په دې فورم کې لیکي او په اخر کې یې لاسلیکوي.  ددی ترڅنګ، د کورنۍ د مشر/رییس  په ګډون ټولو غړو ته یو یو انفرادي فورم چې په کې د هر غړي معلوماتو د لیکلو سربېره یو قطعه عکس یې هم پرې نښلول کېږي، ورکول کېږي. وروسته ټول انفرادي فورمونه په بیلابیل ډول د دوه کسانو چې یو به یې یا دولتي کارکوونکی او یا د کلي/کوڅې مشر وي  او بل به یې عام افغان چې تذکره ولري، تضمینوي. البته د دولتي کارکونکي یا د کلي/کوڅې مشر د برحالۍ تائیدي به د هغه اداره/ناحیه د  لاسلیک/ګوتې لګول شوي ځای او د تذکرې د څښتن په نښلول شوي عکس د خپلې ټاپې په وهلو سره، ترسره کوي.   د دواړو تضمینوونکو د تذکرو کاپي اړوند انفرادي فورم سره ضمیمه کېږي. وروسته له دې د نوم لیکنې مامور ټولې فورمې د تثبیت هویت له پروسې تیروي، چې مبادا د تذکرې غوښتونکي اوسنۍ کاغذي تذکره جعلي نه وي. د تثبیت هویت نه وروسته، لومړی فامیلی فورم سیستم ته رسول کېږي چې سیستم ورته په اتومات ډول  یوه ځانګړې شمېره چې هغه به ددې کورنۍ ښکارندویی کوي، ټاکي. وروسته بیا د کورنۍ د غړو انفرادي فورمې یو په بل پسې سیستم ته رسول کېږي او د هر یوه غړي بایومیټریک او دیموګرافیک (د سترګو او څېرې عکسونه) اخیستل کیږي او سیستم کې ثبتېږي او هرکس ته د الکترونیکي تذکرې یو رسید ورکول کېږي. وروسته، دوی ته د مهالویش له مخې د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره وخت ټاکل کېږي چې بیا هم باید هر غړی دفتر ته حاضر شي او خپله تذکره ترلاسه او په سیستم کې ورته فعاله شي. 
یادونه. د اتلس کلونو نه د کم عمر لرونکي ماشومانو بایومیټریک نه اخیستل کېږي. یوازې د څېرې عکس یې اخیستل کېږي ترڅو د تذکرې پر مخ یې ورته چاک کړي.

#لازم_اسناد:
د کورنۍ د ټولو غړو د تذکرې کاپي (په هغه صورت کې چې کاغذي تذکره ولري).
د وینې ګروپ د تثبیت سند.  د زده کړو د وروستۍ کچې د سند کاپي (دولسم، لیسانس، ماسټر وغیره او که څوک بیسواد وي، نو په ډیټابیس کې به ورته بیسواد لیکل کېږي).
د دوه تنو تضمینوونکو د تذکرو کاپيانې.
که څوک پاسپورټ ولري، نو د پاسپورټ د هغه مخ کاپي چې دده پېژندګلوي په کې لیکل شوې وي، هم ضروري ده.
په آخر کې، د تذکرې د چاپ نه وروسته، ددولت د بودجه د تقویت او خپل هیواد د بسیاینې په پار د هرې تذکرې په بدل کې ۱۰۰ افغانۍ دحق الخدمت په توګه اخیستل کېږي او د دولت خزانې ته تحویلیږي.
نوټ: اوسمهال د نوم لیکنې او الکترونیکي تذکرې د توزیع لپاره  یوازې دوه مرکزونه د کابل په ښار کې فعال دي چې یو یې د وزیر اکبر خان په ۱۵ ام سړک کې او بل یې د دهمزنګ چوک نه لږ وړاندې، په کارتې چهار کې موقعیت لري.
د یو آباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله!

Comments