Gul M Mansoor Ghazal

ګل محمد منصور

زړه مې ستا قدم ته ایښودلي دي
درد خو به کوي زور يې زغملي دي
__________________________
ته يې هم زما په سترګو پېژنې
ما خو ستا په سترګو پېژندلي دي
__________________________
ستا تصویر مې هېچا ته ونه ښوده
ما لا په سېنه پورې نیولي دي
__________________________
څه درته د یار د شونډو ووایم
ګل يې هسې غاښو کې نیولي دي
__________________________
لاس غځوم پسې راګېر به شې
هر څو که مې ګوتو نه وتلي دي
__________________________
بیا مې د وطن کوڅې لیدلې دې
بیا مې څوک په زړه راورېدلي دي
__________________________
يه منصوره بیا هم دېدن نه کېږي
نن که جانان کلي ته راغلي دي
__________________________
•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°•°
`´`´`´`´`´`´`´`´``´`´`´`´`´`´`´`´`´`´
زاهد هڅاند
……………………………………………

Comments