له واده مخکې یا وروسته کمزوري
لیکنه: ډاکټر زاهد هڅاند

دا ستونزه په ټولنیز ډول لاندې نښې لري :
1. که په کوم نارینه کې د خپلې ښځې لپاره د کوروالي شوق شتون ونه لري.
2. یا شوق شتون ولري خو تناسلي غړي يې نه شخېږی
3. یا يې تناسلي غړي شخوالي کوي خو چې سم کوروالي ته ځان تیاروي نو انزال تری رامنځته کیږی
4. یا تری ډېر ژر منې خارجیږي
5. یا د چا په بدن کې هیڅ منی شتون ونه لری
6. جریان سرعت او احتلام یا د منیو نرمیدل شتون ولری
7. د کوروالي ځواک یی بیخی ناقص وی
8. کله دومره پراختیا وکړی چی د اخته شخص هیڅ کوروالی ته زړه نه کیږی
• په چا کی چی دا نښی شتون ولری,کوروالی په سم ډول نشی کولی ,سالم اولاد نشی راوړلی او ګڼ شمیر نوری روغتیایی ستونزی هم ورسره مل وی.

Causes لاملونه

دا ناروغی په ټولنیز ډول لاندی لاملونو له کبله پیدا کیږی;

1. په کوروالی کی ډېرښت
2. بچه بازی یا لواطت
3. په لږ عمر کی د لاس نه ډېر کار اخیستل
4. په لږ عمر کی د کوروالی ډېر ترسره کول
5. د احتلام دوامداره حالتونه
6. د رئيسه غړو کمزوری
7. د خصیو ولادی زیانمنی
8. د فکرونو او غمونو ډېروالی
9. بی ځایه وسوس او خپګان
10. غوسه او عصبانیت
11. د بدن عمومی کمزوری
12. ډېر چاغښت
13. د شرابو,افینو بنګو چرسو سګریټو او نورو نشه یی توکو کارول.
[ ] Treatmentدرملنه
د درملنی ښه لاره داده چی لومړی باید اصلی لامل پیدا او له منځه یوړل شی.
• ترټولو مخکی باید عمومی بدنی ځواکمنتیا ته فکر وشی,ځکه که انسان عامه بدنی روغتیا په ځایه شوه نو تر ډېره له دی ډول ستونزو سره نه مخامخ کیږی.
• له دی وروسته دی قوی طاقت بښوونکی درمل وکارول شی
خوړه ییز رژیم

لاندی خواړه د کمزورۍ یا سستۍ په له منځه وړولو کی اړین رول لوبولای شی.
1. د اوښی شیدی تر شل ورځو پوری وڅښل شی
2. د ګازو مرابه د شاتو سره یو ځای باید وخوړل شی
3. د هګۍ ژیړ د غوا په غوړيو کی وخوړل شی
4. لس دانی بادام شل دانی جنغوزی چارمغز پیسته خُرما او کوپره له شیدو سره یو ځای خوړل تر ډېره دا ستونزه له منځه وړی

Comments

Popular Posts